Home » سیمه او نړی » استرالیايي انسټیټیوټ: چین جوماتونه ویجاړ کړي

استرالیايي انسټیټیوټ: چین جوماتونه ویجاړ کړي

پرون جمعه د تلې ۴ نیټه د اسټرالیا د ستراتیژیکي پالیسۍ انسټیټیوټ ویلي چې چینايي چارواکو په شین ژیانګ ایالت کې په زرګونه جوماتونه ویجاړ کړي دي.

اسټرالیايي انسټیټیوټ خبر ورکړی چې د سپوږمکۍ څخه اخیستل شوو انځورونو څخه ښکاري چې شاو خوا ۱۶ زره جوماتونه په چین کې تخریب او یا يې ځینې برخې ویجاړې شوي دي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویلي ددغه اسټرالیايي راپور غلط دی او هغه يې د اکاډمیک پلوه بې اعتباره ګڼلی دی. د چین د بهرنیو چارو وزارت ویان وانګ ون بین وویل چې په دغه سیمه کې ۲۴۰۰۰ جوماتونه موجود دي.

د بشر د حقونو بیلابیلو مدافعو ډلو هم په وار وار د چین په شمال غرب کې بیلابیلو کمپونو کې د اویغور او نورو ترک ژبو لکګیو باندي، چې ډیری یې مسلمانان دي، د زور زیاتي په اړه خپلې اندیښنې شریکې کړي دي.‌

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...