Home » سیمه او نړی » استازو جرګې د ولسمشر بایډن د کووېډ-۱۹ د مرستو پروګرام تائید کړ
رویداد خبري آژانس
د امریکا استازو جرګه

استازو جرګې د ولسمشر بایډن د کووېډ-۱۹ د مرستو پروګرام تائید کړ

د امریکا استازو جرګې د ولسمشر جو بایډن د کووېډ-۱۹ یو اعشاریه ۹ټریلیونه ډالرو د مرستو پروګرام تائید کړی دی

د فبرورۍ پر ۲۷مه د بیل په حق کې ۲۱۹ رایې وکارول شوې خو هېڅ ریپبلکن استازي خپله رایه ونه کاروله. دا بیل به اوس د ډیموکریټ ګوند اکثریت لرونکي سېنېټ ته وړل کېږي.

جو بایډن په انتخاباتي کمپیاین کې د یو ساعت کار په بدل کې د څه د پاسه اوو ډالرو پر ځای د ۱۵ ډالره ورکولو ویلي ول. د بایډن د دې مرستو له لارې به زیاتره امریکایانو ته سړي سر ۱۴۰۰ ډالره ورکول کېږي او دغسې په اربونو ډالره به د واکسینو د رسايۍ زیاتولو، د سکولونو بیرته پرانیستو او د ولسي او ریاستي حکومتي ادارو د مرستو لپاره کارول کېږي.

د کووېد-۱۹ د مرستو پروګرام به د بې روزګاره کسانو د مراعاتو لړ کې او هغو خلکو سره هم مرسته وکړي چې د کرونا کرایې نه شي ورکولای.

ولسمشر بایډن وايي چې دا مرستې به د اقتصادي ستوزنو سره مخ امریکایانو سره مرسته وکړي خو د ریپبلکن ګوند غړي وايي چې دا پلان له حده زیات دی او پکې هغه پالیسیانې موجودې دي چې له وبا سره تړلې نه دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د اوربند د نوي وړاندیز له مخې حماس د ۳۴ برمته شويو کسانو خوشې کولو ته تیار دی

د حماس یو چارواکي (یکشنبې، ...