Home » افغانستان » ازبکستان ۲۴ افغانان په پوله کې د تخلف له امله نيولي

ازبکستان ۲۴ افغانان په پوله کې د تخلف له امله نيولي

د ازبکستان حکومت خبر ورکړی، د دې هېواد پولې ته څېرمه يې يوه ډله افغانان وروسته له هغې ونيول، چې د ازبکستان قلمرو ته په ناقانونه توګه ننوتل.

د ازبکستان د سرحدي ځواکونو خبري اژانس په دې اړه ويلي، دا کسان چې شمېر ۲۴تنه دي د ارال جزيرې اړوندو د سرخاندريا په حدودو کې نيول شوي او دې حدودو ته  له دننه کېدو وړاندې، د ازبکستاني ځواکونو له لوري خبرداری هم ورکړل شوی؛ خو د راپور له مخې يادو کسانو ورته پاملرنه نه ده کړې.

د ازبکستان سرحدي ځواکونو خبري اژانس ويلي، چې دا کار د ازبکستان په پولو کې د تخلف په مانا دی او ورته اقدامات منعه دي. په دې اړه د دې اژانس په راپور کې راغلي، چې ياد کسان د هويت د تثبيتولو او د څېړنو په موخه نيول شوي دي.

ازبکستاني چارواکو دا نه ده واضيح کړې، چې ياده ډله افغان د څه لپاره د نوموړي هېواد قلمرو ته دننه شوي؟ دوی ويلي چې له يادو علماتو وروسته د ارال په مربوطاتو کې پر سرحدي سيمو بشپړ کنټرول لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...