Home » سیمه او نړی » ازبکستان کې له وخت مخکې ولسمشرۍ ټاکنې کیږي

ازبکستان کې له وخت مخکې ولسمشرۍ ټاکنې کیږي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف په دې هېواد کې د ولسمشرۍ له وخته مخکې انتخابات اعلان کړي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې د ازبکستان په اساسي قانون کې د اپرېل په دېرشمه د یوې ټول‌پوښتنې په ترڅ کې بدلون راغی.

د دې بدلون له مخې د ولسمشر د واکمنۍ دوره له پنځو کلونو اوو کلونو ته لوړه شوې.

د نویو انتخاباتو نېټه تراوسه نه‌ده اعلان شوې، خو د ازبکستان د قوانینو له مخې انتخابات د ښاغلي میرضیایف له ننني اعلان وروسته په دوو میاشتو کې دننه باید ترسره شي.

میرضیایف د دې اعلان پرمهال وویل چې دی، د خپلې ولسمشرۍ د اوسنې دورې له پاتې درې نیم کالو څخه په خپله خوښه لاس اخلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...