Home » افغانستان » ازبکستان: په افغانستان کې موجوده وضعيت نه اېجابوي چې نړيوال فشارونه دې پرې زيات شي

ازبکستان: په افغانستان کې موجوده وضعيت نه اېجابوي چې نړيوال فشارونه دې پرې زيات شي

د ازبکستان چارواکو په افغانستان کې د موجوده بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د ياد بشري وضعيت پايلې مناسبې نه دي او بيه به يې درنه وي.

د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف ويلي، دامهال په افغانستان کې بشري وضعيت دا نه اېجابوي چې د نړيوالې ټولنې له لوري دې پرې فشارونه زيات شي او د خلکو ژوند دې له خطر سره مخ کړي.

نوموړي ټينګار کړی چې نړېوال دې د افغانستان کنګل کړې شتمني بېرته ازاده کړي؛ ځکه د کاملوف په خبره دامهال افغانان د بل هر وخت په پرتله له سخت اقتصادي بحران سره مخ دي.

کاملوف دغه راز پر نړيوالو دا غږ هم کړی چې د خپل بشري مکلفيت له مخې دې له افغانانو سره همکاريو او بشري مرستو ته دوام ورکړي، څو په دې هېواد کې د بشري وضعيت ښه‌والی يقيني شي.

د ازبکستان بهرنيو چارو وزير داسې مهال په افغانستان کې بشري وضعيت د نړيوال فشار لپاره مساعد نه بولي چې دامهال په افغانستان کې د لوږې کچه خورا لوړ حد ته رسېدلې او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...