د افغانستان د شپږو ګاونډیانو هېوادونو چین، پاکستان، ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسیې جګپوړي ډيپلوماتان به نن د ازبکستان په تاریخي ښار سمرقند کې د افغانستان په اړه په ۲ ورځنۍ غونډه کې خبرې وکړي.
په دې غونډه کې به په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره حنا رباني کهر او د چین د بهرنیوچارو وزیر قین ګانګ د خپلو هېوادونو استازیتوب وکړي.
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي د يو پلاوي په مشرۍ نن سهار ازبکستان ته ورسید.
نوموړی به د ازبکستان په سمرقند ښار کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې ګډون وکړي.
په پام کې ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست به د يادې ناستې په څنډه کې د سيمې د ځينو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو سره دوې اړخيزې ناستې هم ولري.
د سمرقند غونډه د هغو غونډو د لړۍ څلورمه ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پاکستان په نوښت پیل شوې او لومړۍ هغه یې د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر میاشت کې په اسلام اباد کې جوړه شوه.
د دې لړۍ دوهمه غونډه د ۲۰۲۱ کال په نوامبر کې په تهران کې او درېیمه یې د ۲۰۲۲ کال په مارچ کې د چین په تونزي Tunxi ښار کې جوړه شوه.