د ازبکستان بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې څخه ازبکستان په خاوره کې ۵ راکېټونه لګېدلي دي.
نوموړي وزارت پرون سېشنبه د (چنګاښ په ۱۴مه) ويلي، چې دا راکېټونه پرون ناوخته مازدېګر مهال د افغانستان له خاورې توغول شوي دي. د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت په خبره، ياد راکټونه له لګېدو وروسته نه دي چاودېدلي او له همدې کبله يې ځينو کورونو ته له مالي زيان پرته چا ته ځاني زيان نه دی اړولی.
د ازبکستان بهرنيو چارو وزارت زياته کړې، چې د څلور راکېټونو د لګېدو امله په ترمذ ښار کې ځينو کورو ته مالي زيان اوښتی دی. د نوموړي وزارت د مالوماتو له مخې، پنځم راکېټ بيا د فوټبال په يوه لوبغالي کې لګېدلی؛ خو په خبره يې له مرګ ژوبلې پرته د نظامي انجنيرانو له لوري خنثی شوی دی.
د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت زياته کړې، چې د نوموړي هېواد چارواکي له افغان لوري سره د يادې موضوع د روښانولو په موخه پر خبرو بوخت دي؛ خو تر اوسه افغان چارواکو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.