Home » افغانستان » ازبکستان: د افغانستان تېر نظام چورلکې به طالبانو ته ور نه کړل شي

ازبکستان: د افغانستان تېر نظام چورلکې به طالبانو ته ور نه کړل شي

د ازبکستان چارواکو خبر ورکړی، چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د نسکورېدو پرمهال ازبکستان ته له نوموړي هېواد څخه لېږدول شوې چورلکې به بېرته ط.البانو ته ور نه کړي.

د افغانستان لپاره د ازبکستان ولسمشر ځانګړي استازي عصمت‌الله ارګشيف له امريکا غږ سره په مرکه کې ويلي، چې امريکا په افغانستان کې د تېر حکومت مالي او مادي ملاتړ کاوه او له همدې کبله د نوموړي په خبره يادې چورلکې هم د امريکا حق کېږي.

ارګشيف زياته کړې، چې په ازبکستان کې د افغانستان تېر حکومت چورلکې به په هېڅ صورت بېرته طالبانو ته ور نه کړل شي او زياتوي چې دا چورلکې به د امريکا ملکيت دی او همدغه هېواد به يې په اړه پرېکړه کوي.

د تېر حکومت د نسکورېدو پرمهال لسګونه جورلکې ازبکستان او تاجکستان ته د دې لپاره ولېږدول شوې، چې تخريب نه شي او يا هم د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

په تېره جنوري کې د ملي دفاع سرپرست وزير يعقوب مجاهد له ازبکستان او تاجکستان وغوښتل چې يادې چورلکې بېرته د افغانستان اوسني سرپرست حکومت په ولکه کې ورکړي.

ازبکستان داسې مهال د افغانستان د چورلکو په اړه بحث مطرح کوي، چې د پنټاګون د راپور له مخې په افغانستان کې طالبانو له تېر حکومت او امريکا څخه شاوخوا د ۷ مېليارده ډالرو په ارزښت تجيزات پاتې شوي دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...