Home » افغانستان » ازبکستان؛ په افغانستان کې د سيمه‌ييز پيوستون په موخه پروژې پلي کوي

ازبکستان؛ په افغانستان کې د سيمه‌ييز پيوستون په موخه پروژې پلي کوي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړی چې ازبکستان په افغانستان کې د داسې بنسټيزو پروژو پلي کولو ته لېوالتيا ښودلې، چې له مخې يې سوېلي اسيا له مرکزي اسيا سره وصلېږي.

د بهرنيو چارو وزارت د اقصادي چارو رئيس شفيع اعظم په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، ازبکستان ژمنه کړې چې د ترمز-مزار شریف او د کابل-پېښور ترمنځ د اورګاډي پټلۍ په رغولو کې فعاله ونډه واخلي.

نوموړي زياته کړې چې د يادو پروژو ترڅنګ ازبکستان په افغانستان کې د لویو لارو او سړکونو، تونلونو، پلونو او دې ته په ورته نورو بنسټيزو پروژو کې، چې د افغانستان له لارې مرکزي او سوېلي اسیا سره نښلېږي د برخې اخیستو او چمتوالي ډاډ ورکړی.

افغانستان د خپل جغرافيه‌وي موقعيت له مخې، د سوېلي او منځنۍ اسيا هېوادونو ترمنځ د ارتباطي پول حيثيت لري او له همدې کبله د دواړو خواوو هېوادونه هڅه کوي، چې د افغانستان له لارې سره وصل شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...