د اروپايي ټولنې د پارلمان مشرې روبرتا متسولا په افغانستان کې د ښځو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې ياد وضعيت د ښځو راتلونکی له نامالوم برخليک سره مخ کوي.
نوموړې پرون دوشنبه د (لړم په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، چې په افغانستان کې لا هم نجونې له شپږم ټولګي څخه له پورته زدهکړو محرومې دي او اجازه نه لري چې د متوسطې او لېسې دورې ښوونځيو ته لاړې شي.
د متسولا په خبره، په افغانستان کې واک ته د طالبانو تحريک له رسېدو سره پر ښځو او نجونو شديد بنديزونه وضعه شوي او له شپږم ټولګي پورته د ښځوونځيو زدهکوونکو نجونو ته د زدهکړو او په دولتي ادارو کې ښځينه کارکوونکو د دندې د کولو اجازه نه ورکوي.
متسولا زياته کړې، داسې ښکاري چې طالبان غواړي ښځې ناهيلي و اوسي؛ خو په خبره يې اورپايي ټولنه بيا د افغان ښځو او نجونو د پرمختګ په هڅه کې ده.
نوموړې ټينګار کړی، چې اروپايي ټولنه د افغانانو ترڅنګ درېدو ته ژمنه ده او د حقونو د بېرته اعادې په موخه به د افغان ښځو د غږ په پياوړتيا کې همکارۍ ته دوام ورکړي.