روسي سرچينو خبر ورکړی چې په وروستيو مياشتو کې اروپايي هېوادونو ته د روسيي د تېلو صادراتي کچه خورا راټيټه شوې ده.
د روسيې د ګازو شرکت «ګازپروم) اعلان کړی چې د تېر نومبر له اولې نېټې څخه تر د روانې اپرېل ۱۵مې پورې اروپايي هېوادونو او ترکيې ته د روسي تېلو په صادراتو کې، د تېر کال همدې مودې په پرتله ۲۶.۴ سنله کموالی راغلی دی.
اروپا ته د روسيې د تېل په صادراتو کې دا کموالی داسې مهال دی، چې دا هېواد پر اوکراين د بريد له امله د اروپا او امريکا له لوري له اقتصادي بنديزونو سره مخ دی.
د يادو بنديزو په ترڅ کې د امريکا په شمول اروپايي هېوادونو پرېکړه کړې، چې د ګازو او تېلو په برخه کې پر روسيې خپله اتکا را کمه کړي.