روپایي پارلمان افغانستان کې د بېړني اوربند غوښتنه کړې
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیا ویلي چې اروپايي پارلمان په یوه غونډه کې په افغانستان کې د روانې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده.
د اروپايي ټولنې پارلمان ویلي په افغانستان کې د ټولشموله مذاکراتو غوښتونکي دي او پر ښکېلو لورو غږ کوي چې ژر تر ژره پر یوه دایمي اوربند هوکړه وکړي.
د سرچینې په وینا د افغانستان اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی او ددې اړتیا ده چې جګړې ودرول شي او اوربند رامنځ ته شي.
په ورته وخت کې افغان حکومت د اوربند په اړه د اروپایي پارلمان د غوښتنې هرکلی کړی.
د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي چې افغان حکومت د اروپایي ټولنې د هغې غوښتنې هرکلی کوي چې په افغانستان کې یې په بېړني ډول د اروبند ټینګېدو غوښتنه کړې ده.
صدیقي وایي د افغانستان اسلامي جمهوریت په کلکه په خپل هیواد کې په بیړني ډول د اوربند د ټینګیدو او د تاوتریخوالي د غندنې په اړه د اروپايي پارلمان د غوښتنې هرکلی کوي.