په افغانستان کې د تغذیې او ښوونیز حالت د ښهوالي په موخه اروپایي ټولنې ۱۳ میلیونه یورو ځانګړې کړې دي.
په افغانستان د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) یکشنبې، د وږي ۴مه ویلي چې دا مرستې د مدني ساتنو او اروپایي ټولنې د بشري مرستې لخوا چمتو شوې او څه باندې ۷۸ زره کسانو به ترې ګټه واخلي.
یونسف اعلان کړی چې په دې مرسته کې ۶۲زره کارټنه د درملنې او زدهکړو مواد او یو زر ۶۰۰ روغتیایي کارکوونکي شامل دي چې له پنځه کلنۍ د کم عمره ماشومانو د خوارځواکۍ به درملنه وکړي.
یونیسف ویلي چې په دې مرستو سره به په ۲۷۵ ټولګیو کې د زدهکړو کیفیت لوړ شي، او د ۶۱ سلنه نجونو په ګډون به ۹ زره ۵۰۰ ماشومان لومړنیو زدهکړو ته لاسرسی ولري.
یونسیف ویلي، د دې مرسته سره سم په یوه دوه کلنه دوره کې په ۲۷ ولایتونو کې شاوخوا ۶۹زره ماشومانو د خوارځواکۍ درملنه وشوه او په څلورو ولایتونو کې نهه زره او ۵۰۰ ماشومانو ته د زدهکړو وسایل چمتو شوي دي.