Home » سیمه او نړی » اروپایي ټولنه: ډېر احتمال شته چې لوېدیځه تړانګه په نوې غزه بدله شي

اروپایي ټولنه: ډېر احتمال شته چې لوېدیځه تړانګه په نوې غزه بدله شي

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزف بوریل (سې شنبې، د وږي ۲۰مه) خبرداری ورکړی چې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره دا خطر شته چې د اردون سمندر لوېدیځ تړانګه په یوې نوې غزې بدله شي.

بوریل په قاهره کې د عربي ټولنې د غړو هېوادونو د وزیرانو په غونډه کې ویلي چې اسراییلو نړیوالې ټولنې ته اعلان کړی چې د سولې هوکړې ته د رسېدو یوازینۍ لاره کې د اسراییلو په خاوره پورې «د غزې او لوېدیځې تړانګې الحاقېدل» دي.

بوریل زیاته کړې چې اسراییل د “روښانه هدف” سره نوې جبهه پرانیزي ترڅو لوېدیځه تړانګه په “نوې غزې” بدله کړي. په همدې حال کې د اسراییلو یو شمېر وزیرانو په وروستیو ورځو کې په لوېدیځه تړانګه کې د پوځي عملیاتو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د اسراییلو د بشري حقونو ډلې یش دین ویلي، په لوېدیځه تړانګه کې پر فلسطینیانو د اسراییلي اوسېدونکو بریدونه تېر کال تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي.

په لوېديځه تړانګه کې د درې ميليونو فلسطينيانو ترڅنګ شاوخوا ۴۹۰ زره اسراییلیان په هغو مېشت ځايونو کې ژوند کوي چې د نړيوال قانون له مخې په ناقانونه توګه جوړ شوي دي.

فلسطیني چارواکو دا هم ویلي چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د اسراییلو او حماس جګړې له پیل راهیسې، اسراییلي ځواکونو او ځايي اوسېدونکو لږ تر لږه ۶۶۲ فلسطینیان وژلي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...