Home » سیمه او نړی » اروپایي ټولنه او روسیه: اذربایجان او ارمنستان دې اوربند مراعات کړي
رویداد خبري آژانس

اروپایي ټولنه او روسیه: اذربایجان او ارمنستان دې اوربند مراعات کړي

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسوولې په تازه څرګندونو کې ویلي چې تر اوربند وروسته جګړې د جدي اندېښنې وړ دي او دا به د ملکیانو تلفات لوړ کړي.

اروپایي ټولنه وایي دواړو لورو ته په کار ده چې اوربند مراعات کړي او د خلکو ژوند وژغوري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم ویلي چې ژر تر ژره دې جګړه ودرول شي.

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د جمعې په ورځ د روسیې په منځګړیتوب اوربند وشو، خو تېره ورځ د راکیټي بریدونو له پيل سره دغه اوربند مات شوی دی.

جګړې د پخوا په څېر شدیدې نه دي، خو سره له دې یې هم دواړو لورو ته تلفات اړولي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...