Home » افغانستان » اروپايي ټولنې هېواد ته سل ټنه طبي توکي او درملو مرسته استولې

اروپايي ټولنې هېواد ته سل ټنه طبي توکي او درملو مرسته استولې

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت کابل ته د سل ټنه طبي توکو او درملو د یوې بلې کڅوړې د رسېدو خبر ورکوي.

دې ماموریت پرون چهارشنبې په یوه ټویټ کې ویلي، چې د بشرپالنې دغه نوې مرسته چې په افغانستان کې ورته ډېره اړتیا ده، د هوا له لارې کابل ته رسېدلې.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ماموریت همدارنګه ویلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې دا له اړمنو افغانانو سره د دې ټولنې د مرستو ۲۸مه کڅوړه ده چې د بشردوستانه هوایي دهلیز له لارې افغانستانه رسېدلې.

دې ماموریت دغه راز ژمنه کړې چې له اړمنو افغانانو سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...