Home » افغانستان » اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره ۴۰ ميليون يورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره ۴۰ ميليون يورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې ماشومانو ته دګوزڼ ضد واکسين د تطبيق او ځينو نورو برخو کې د ماشومانو ملاتړ په موخه د ۴۰ ميليون يورو مرستې اعلان کړی دی.

د ماشومانو لپاره دملګرو ملتونو وجهي صندو يا يونيسف نن يک‌شنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) ويلي، چې د اروپايي ټولنې د يادې اعلان شوې مرستې ۲۵ ميليونه به يې د ګوزڼ واکسين پر تطبيق او پاتې ۱۵ ميليون يورو به په نورو برخو کې د ماشومانو پر ملاتړ ولګول شي.

دې ادارې ويلي، چې د اروپايي ټولنې له لوري دغه اعلان شوې مرسته به د يونيسف او د اروغتيا نړيوال سازمان له لوري ولګول شي.

يونيسف زياته کړې چې په يادو پيسو سره کولی شي چې د افغان ماشومانو ستونزې تشخيص او مرستې ورسره وکړي. په همدې حال کې يونيسف دا خبر هم ورکړی، چې په افغانستان کې د اقتصادي وضعيت په خرابېدو سره زيات شمېر ماشومانو درنو کارونو ته مخه کړې او يا يې هم د ښه ژوند په موخه پر داسې لارو سفر ته مخه کړې، چې له تاوتريخوالي او ان د مرګ له خطر سره په کې مخ کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...