Home » افغانستان » اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱٫۳ میلیون ډالرو مرسته وکړه

اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱٫۳ میلیون ډالرو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې د مدني ساتنې سازمان او اروپايي ټولنې بشردوستانه سازمان د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره۱٫۳ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

اوچا نن (چهارشنبې، د زمري ۳۱مه) ویلي چې د افغانستان له خلکو څخه ځکه دا مالي ملاتړ شوی چې سخته اړتیا ورته لري.

اوچا ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې دا مرستې د افغانستان د ډېرو خلکو ژوند ژغورلای شي. د دې دفتر په وینا، د مدني ساتنې سازمان او اروپايي ټولنې بشردوستانه مرستې د ۲۰۲۲ کال راهیسې له افغانستان سره په ټوله کې ۷٫۱۷ میلیون یورو مرستې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۲۳٫۷ میلیون کسان چې د افغانستان له نیم څخه زیات نفوس جوړوي، د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...