Home » سیمه او نړی » اروپايي ټولنه کې په پلان شویو انټرنټي جرمونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

اروپايي ټولنه کې په پلان شویو انټرنټي جرمونو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

د اروپا د پولیسو (یورو پل) د یوې ارزونې په پایلو کې د پلان شویو انټرنټي جرمونو لکه، سایبري بریدونه، درغلي او په ماشومانو باندې جنسي تېري په ځانکړې توګه د اورپایي ځوانانو په منځ کې خبر ورکړی دی.

د تاگس شاو ورځپاڼې د راپور له مخې سایبري بریدونه، درغلي او په ماشومانو باندې جنسي تېري په انټرنټ کې د پلان شویو جرمونو له جملې څخه دي چې په اروپایي ټولنه کې دې زیاتوالي په حال کې دي او مجرمان د دې کار دې ترسره کولو لپاره له وروستیو فناوریو څخه ګټه اخلي.

د دې راپور پر بنسټ سایبري بریدونه، په ماشومانو باندې جنسي تېري او مالي درغلي په اروپایي ټولنه کې ګواښونکي انټرنيټي جرمونه دي.

په لاهه کې د اروپا د پولیسو (یورو پل) د تحلیل له مخې هره ورځ د اروپایي ټولنې میلیونونه وګړي د انلاین پلان شویو جرمونو قرباني کېږي.

د اروپا پولیسو په انلاین توګه پرماشومانو د جنسي تېري زیاتوالی د اندېښنې وړ بللی او په اروپا کې له نشه یي توکو سره اړوند د پلان شویو جرمونو له خطر څخه یې خبرداری ورکړی دی.

په لاهه کې د اورپا پولیسو د څېړنې پر بنسټ په اورپا کې ۸۲۱جدي جنایي شبکې فعالې دي په دې وروستیو کې یوروپل خبرداری ورکړی چې دا ډلې د څه باندې ۲۵زره غړو په لرلو سره ډېر حرفه ای دي او د دوی اصلي سوداګري نشه‌يي توکي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...