Home » افغانستان » اروپايي ټولنه نن د افغانستان پر روان وضعیت بحث کوي

اروپايي ټولنه نن د افغانستان پر روان وضعیت بحث کوي

اکل شوې چې اروپایي ټولنه نن په یوه غونډه کې د افغانستان پر روان وضعیت خبرې وکړي.

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د دفتر ویاندې نبیلا میزرالي ویلي چې، د افغانستان موضوع د نننۍ غونډې د اجندا یوه مهمه موضوع ده.

مېرمن میزرالي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي خو اروپایي ټولنې د دې غونډې په اړه په وروستۍ اعلامیه کې ویلي، چې د دې ټولنې وزیران او چارواکي به په افغانستان کې له پوهنتونونو او په غیر دولتي موسسو کې له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو د راګرځولو پر موضوع تمرکز وکړي.

په بروکسل کي د نننۍ غونډې له جوړېدو یوه ورځ مخکې یعنې پرون د اروپایي پارلمان مخته په یوه لاریون کې په افغانستان کي د نجونو او ښځو د تعلیم او کار پر حقونو لګول شوي بندیزونه وغندل شول او د هغو د لرې کېدو غوښتنه وشوه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...