Home » افغانستان » اروپايي ټولنه له افغانستان سره يو ميليارد ډالر مرسته اعلانوي

اروپايي ټولنه له افغانستان سره يو ميليارد ډالر مرسته اعلانوي

ټاکل شوې نن سې‌شنبه اروپايي ټولنې د G20 هېوادونو په ځانګړې غونډه کې چې د افغانستان پر وضعيت به په کې بحث وشي، له افغانستان يو ميليارد ډالري مرسته اعلان کړي.

د رسنيو د راپورونو له مخې، دغه مرسته به په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په پام سره، پر بشري اړتياوو ولګول شي.

تمه چې پر اروپايي ټولنې سربېره د جي شل نننۍ سرمشريز يو شمېر نور غړي هېوادونه هم، له سقوط څخه د افغانستان اقتصاد ژغورلو او د بشري اړتياوو پوره کولو په موخه د مرستو اعلان وکړي.

ټاکل شوې نن سې‌شنبه د اګټوبر په ۱۲مه د نړۍ لوی اقتصادي قدرتونه يا G20 هېوادونه په افغانستان کې د موجوده بحران او دغه راز د راتلونکو نورو احتمالي بحرانونو د مخنيوي په موخه ځانګړې غونډه وکړي.

د اېټاليا لومړی وزير ماريو دراګي چې هېواد يې د يادې ناستې کوربه‌توب کوي له دې وړاندې ويلي، د جي شل هېوادونه به په افغانستان کې د بحران مخنيوي په موخه خپل ګډ هدفونه وړاندې کړي.

نوموړي زياته کړې چې په ياده غونډه کې به اول پر بشري اړتيا ټينګار وشي؛ ځکه په خبره يې دا مهال افغانستان نړيوال ملاتړ له لاسه ورکړی او ښايي يو شمېر هېوادونه وضعيت ته په پام سره مرسته وکړي.

ماريو دراګي ټينګار کړی چې هېوادونه دې په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي په موخه له شرط پرته مرسته وکړي.

د نړي لوی اقتصادي قدرتونو يا جي شل سرمشريزه د امریکا متحده ایالاتو، اروپایی ټولنې، بریتانیا، چین، جرمني، اندونیزیا، اېټالیا، فرانسې، هند، کاناډا، ارجنټاین، اسټرالیا، برازیل، سوېلي کوریا، ترکیې، جاپان، سعودي عربستان، مکسیکو او سوېلي افریقاڅخه جوړه شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...