Home » افغانستان » اروپايي ټولنه: طالبان د نجونو ښوونځيو د پرانيستو ژمنې تکراروي، خو د پرانيستو نښې يې نشته

اروپايي ټولنه: طالبان د نجونو ښوونځيو د پرانيستو ژمنې تکراروي، خو د پرانيستو نښې يې نشته

اروپايي ټولنې له دې کبله چې د افغانستان سرپرست حکومت له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځيو د بيا پرانيستې په اړه کره وخت نه په ډاګه کوي، ناهيلي ښودلې ده.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن د پوهنې له سرپرست وزير نورالله منير سره ليدلي او د نجونو ښوونځيو پر بيا پرانيستې او دوی د زده‌کړو پر دوام يې خبرې کړې دي.

نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، چې طالبانو له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځيو د پرانيستې په تړاو خپلې زړې ژمنې تکرار کړي؛ خو په خبره يې داسې نښې او نښانې نشته چې دوی به دا کار کله وکړي.

د نجونو د ښوونځيو پرانيستو په تړاو د اروپايي ټولنې دغه اندېښنه او ناهيلي داسې مهال ده، چې د ښوونيز کال له پيل راهيسې څه کم دوې مياشتې تېرېږي؛ خو طالبانو تر دې مهال د ښوونځيو د تړلو دوام په اړه قانع کوونکی دليل او يا يې هم د پرانيستې په اړه خوشبيني خلکو ته نه ده وړاندې کړې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...