اروپایي ټولنه وایي تمه لري چې وسله وال طالبان د ترکیې په غونډه کې ګډون وکړي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازي انډرېس وون پخپله یوه تازه مرکه کې ویلي افغان جګړه یوازې د خبرو له لارې د ختمېدو وړ ده نو له همدې امله طالبانو ته په کار ده چې د ملګرو ملتونو په کوربه توب په ترکیه کې په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.
انډرېس وایي اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې او بین الافغاني مذاکراتو ملاتړې ده له همدې امله یو ځل بیا پر دواړو لورو غږ کوي چې مذاکرات شدید او تاوتریخوالی راکم کړي.
ټاکل شوې چې د روانې اپرېل میاشتې په څلورویشتمه په ترکیه کې د افغان سولې په اړه کنفرانس جوړ شي، چې طالبانو وار له مخه په دغه کنفرانس کې خپل ګډون رد کړی دی.