Home » افغانستان » اروپايي ټولنه: د افغانستان سولې پروسه قوي نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري

اروپايي ټولنه: د افغانستان سولې پروسه قوي نړيوال ملاتړ ته اړتيا لري

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نېکولسن وايي، په داسې حال کې چې د افغانستان سولې په اړه د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ مذاکراتو پايله نه ده لرلې، نو د ياد بهير د پياوړتيا او چټک کولو په موخه نړيوال ملاتړ ته اړتيا ده.

نوموړي دا څرکندونې پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۵مه نېټه) په اسلام‌اباد کې روېټرز خبري اژانس ته کړې دي. نېکولسن زياته کړې، د سولې بنسټيزې پروسې پر مخ وړلو لپاره اړتيا ده چې دواړه خواوې د افغانستان راتلونکې لپاره بنسټيزه طرحه د مېز پر سر کېږدي.

د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وسله‌وال طالبان ګرموي چې د راتلونکي لپاره يې ورته يوه طرحه نه ده وړاندې او همدا سبب شوی چې په دوحه کې مذاکرات مطلوبه پايله ونه لري.

نوموړي له پاکستان څخه غوښتې چې د خپل اثر او رسوخ له مخې دې پر وسله‌والو طالبانو فشار راوړي څو له يوې جامع طرحې سره يو ځای د سولې په اړه مذاکراتو ته وړاندې شي.

که څه هم په وروستيو ورځو کې د افغان حکومت اوسله‌والو طالبانو مرکچي پلاويو د خپلو مخامخ لېدنو خبر ورکړی، خو په ځانګړې توګه پر وسله‌والو طالبانو نېوکې دا دي چې جګړه يې تونده کړې او مذاکراتو ته چندانې توجو نه کوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...