اروپايي ټولنې په افغانستان د تلپاتې سولې او ثبات لپاره د يوې سياسي پروسې پيلول مهم بللي او زياته کړې يې ده، چې د يادې پروسې له لارې په افغانستان کې سولې او ثبات ته د رسېدو هدف ممکن دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسن نن يکشنبه د (زمري په ۲۳مه) په افغانستان کې د بشري حقونو او امنيتي وضعيت په پام سره ويلي، چې د سولې او ثبات په موخه دغه سياسي پروسه بايد د ښځو او سړيو پر مانا لرونکې او برابرې ونډې او بشري حقونو ته په درناوي ولاړه وي.
نيکلاسن زياته کړې، چې اروپايي ټولنه په افغانستان او سيمه کې ثبات، سوکالۍ او پايدارې سولې ته ژمنه ده په دې برخه کې به خپله همکاري جاري ساتي.
نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د سرپرست حکومت د عمر يو کال پوره شو.
د يو کال په تېرېدو سره پر دې حکومت نيوکې دي، چې د ټولشموليت اصل ترڅنګ بشري حقونو نه رعايت کوي او خلکو ته په بېلابېلو پلمو ستونزې زياتوي.