Home » سیمه او نړی » اروپايي ټولنه: ايران کې د لاريونوالو پر وړاندې زور کارول د توجيې وړ نه دي

اروپايي ټولنه: ايران کې د لاريونوالو پر وړاندې زور کارول د توجيې وړ نه دي

د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشر جوزيف بوريل په ايران کې د لاريون کوونکو پر وړاندې د زور زياتي په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د ايراني پوليسو له لوري د لاريون کوونکو پر وړاندې زور کارول د توجيې وړ عمل نه دی.

جوزيف بوريل دا څرګندونې پرون په خپل ټوېټر کې کړي او زياته کړې يې ده، چې ايرانيان هم د نورو هېوادونو د وګړو په څېر د سوله‌ييزو لاريونونو د کولو حق لري.

نوموړي ټينګار کړی، چې په ايران کې لاريون کوونکو ته د سوله‌ييزو لاريونونو په لار اچولو حق بايد په هر حالت کې خوندي وي.

جوزيف بوريل پر دې هم ټينګار کړی، چې د ايران حکومت بايد په دې هېواد کې د لاريونونو څپه د تاوتريخوالي لور ته سوق نه کړي.

په ايران کې د لاريونونو دا څپه د مهسا اميني په نوم د يوې پيغلې له مړينې سره پيل او دامهال يې د دې هېواد ګڼو ښارونو ته لار پيدا کړې.

مهسا اميني د ايران ګشت او ارشاد پوليسو له لوري د حجاب نه مراعتولو له امله ونيول شوه، خو په توفيق کې د شکجې پرمهال کوما او بيا يې په روغتون کې ساه ورکړه.

له همدې کبله په پيل شوو لاريونونو کې شاوخوا ۵۰ تنه وژل شوي دي. د ايران کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی، له هر هغه چا سره به قانوني حساب وشي، چې د عامه نظم د خرابولو لږه هڅه هم وکړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...