له ملګرو ملتونو وروسته اروپايي ټولنې هم افغانستان هغه هېواد ياد کړ، چې د وروستيو کلونو په ترڅ کې د اقليمي بدلون له امله زيانمن شوی دی.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسن نن پنجنشبه د (لړم په ۱۸مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو ته د ملګرو ملتونو د اقليمي بدلون په غونډه کې د ګډون اجازه نه ده ورکړل شوې.
نوموړي ويلي، دا اجازه له دې امله د افغانستان اوسنيو چارواکو ته نه ده ورکړل شوې، چې حکومت يې رسميت او مشروعيت دواړه نه لري.
د اقليمي بدلون له امله د افغانستان اغيزمنتيا ته په پام سره نيکلاسنن ټينګار کړی، چې د اروپايي ټولنې په شمول دې د نړۍ هېوادونه له افغانانو سره دخيل پاتې شي.
له دې څو ورځې وړاندې ملګرو ملتونو په يوه راپور کې افغانستان د اقليمي بدلون له امله د نړۍ درېيم ځپل شوی هېواد بللی. د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو هم پرون په دې اړه يوه خبري کنفرانس کې په ډاګه کړه، چې افغانستان د هوا په ککړتيا او د اقليم په نورو منفي ابعادو کې هېڅ ونډه نه لري؛ خو په خبره يې له دې اړخه د نړۍ تر ټولو ځپل شوی هېواد دی.
چارواکو ټينګار وکړ، چې نړيوال دې د اقليمي زيانونو په پام کې نيولو سره له افغانستان سره خپلې مرستې له سیاسي مسايلو سره نه غوټه کوي.