په افغانستان کې وروستيو رامنځته شوي تحوولات چې نړۍ او د سيمې هېوادونه ترې بېلابېل برداشتونه لري، د يادو هېوادونو ترمنځ د بحث محور ګرځېدلی دی.
تازه د اروپايي ټولنې او ازبکستان چارواوکو په تاشکند کې د افغانستان روان سياسي وضعيت او دغه راز له دې هېواد سره د بشري مرستو د دوام پر سر خبرې کړې.
د مرکزي اسيا لپاره د اورپايي ټولنې ځانګړي استازي ترهي هاکالا د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړي استازي عصمتالله اېرګاشيف سره د لېدنې پرمهال، په افغانستان کې د دوامدارې سولې د تامين په برخه کې د ازبکستان پر رول ټينګار کړی.
نوموړی زياته کړې چې ازبکستان د يوه ګاونډي هېواد په توګه کولی شي، چې له افغانستان سره د يوې داسې سولې په تامين کې همکاري چې اساس يې د دوامدارې سولې وي.
په ورته وخت کې عصمتالله اېرګاشيف ويلي، په افغانستان کې بد اقتصادي او بشري وضعيت ته په پام يې له دې هېواد سره بشري مرستې جاري ساتلي دي.
نوموړي زياته کړې چې ازبکستان په افغانستان کې د بشري ناورين د مديريت په برخه کې، د خپلو بشري مرستو دوام او جاري ساتلو ته ژمن دی.
د اروپايي ټولنې او ازبکستان چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه خبرې کوي، چې دامهال افغانستان له اقتصادي او سياسي پلوه په يوه سخت حالت کې دی.