اروپايي اتحادیې د افغانستان پر حکومت غږ وکړ چې د کوچنیانو لپاره خوندي چاپېریال برابر کړي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر دفتر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کلني راپور په اړه په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان حکومت او مدني ټولنه باید د کوچنیانو د ټولنیز خوندیتوب لپاره کلک ګامونه پورته کړي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت په خپل کلني راپور کې افغانستان د درېیمې درجې هېوادونو په لېست کې راوستی چې له کوچنیانو د جنسي سوء استفادې، په جګړه کې د کوچنیانو د استخدام او قاچاق د مخنیوي لپارهیې حد اقل هڅې نهدي کړي. د درېیمې درجې هېوادونو په لېست کې ایران، روسیه، بلاروس او ترکمنستان هم شامل شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت راپور د پنجشنبې په ورځ (د جون په ۲۵مه) په ۵۷۰ پاڼو کې خپور شو.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر ویاندې ازادي راډیو ته وویل چې په راپور کې مهمې مسئلې راپورته شوې دي.
د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مشر ویاندې، ویرجیني باتو ازادي راډیو ته وویل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې هغو مهمو مسئلو ته اشاره شوې چې د دوی لپاره هم لومړیتوب لري.
هغې وویل چې داسې مسئلې یې تل د افغانستان له حکومت سره مخامخ مطرح کړې او غوښتنه ورڅخه کوي چې کلک ګامونه واخلي.