د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د نږدې ۴۰۰ زرو امریکایي ډالرو په لګښت دوه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د یادو پروژو د ګټې اخیستنې پرمهال د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې مسوول ریچار ټرانچرډ وویل، چې پلان لري په دغه ولایت کې ۷۰۰ نور کوچني چک ډیمونه جوړ کړي ترڅو د ټولو کرنیزو ځمکو اړتیا پوره کړي، چې دا به د اوبو زېرمه کولو او د اوبو د سطحې په پورته کولو کې زیاته مرسته وکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د برمو ډېر وهل او ژورول به د اوبو سطحه نوره هم ټيټه کړي.