Home » فرهنګی او ټولنیز » ارواپوهنه د خپګان د کنټرول لپاره درې مهمې او ګټورې لارې
رویداد خبري آژانس

ارواپوهنه د خپګان د کنټرول لپاره درې مهمې او ګټورې لارې

۱ـد خپګان يو ستر لامل دادی چې موږ اکثره وخت د هغه ستونزو د کنټرول په اړه فکر کوو چې نه زموږ وس ورته رسيږي او نه هم زموږ مسئوليت وي. که هڅه وکړئ هغه مشکلات کنټرول کړئ چې توان مو نه ورته رسيږي ماتې خورئ او خپګان مو زياتوئ.

۲ ـ ډېری وګړي د وخت نه لرلو په اساس د خپګان په ناروغۍ اخته دي. اکثره کسان چې د وخت په مديريت کې تکړه دي، هم خپل کارونه په ښه ډول تر سره کوي او هم خوشاله ژوند لري.

ـ د خپلو کارونو او بوختياوو  اونيز لېست وګورئ ممکن ځينې کارونه د دې وړ وي چې له لېست لري شي. ممکن ځينې کارونو ته مو زيات وخت ورکړی وي، شايد يو نيم داسې کار هم وي چې يو څه وخت که ونه شي هم تاوان نه کوي، يا یې نه ترسره کول ګټور تمام شي.

دغه شان کارونه په لومړيتوبونو و وېشئ مهم يې تر سره کړئ او غير مهم په خلاص وخت کې وکړئ.

مه هېروئ چې تاسې هر کار کوئ د خپل پرمختګ او خوشالي او بريا لپاره يې کوئ او بريا د دې لپاره راته په کار ده چې خوشالي راکوي. اړينه ده چې د کار تر څنګ ژوند هم وکړئ، تفريح او چکر ته هم وخت ور کړئ څوک چې کار کوي تفريح ته هم اړتيا لري.

۳ ـ ځان بې عيبه ګڼل يا هېڅ تېروتنه نه کول ناممکن کار دی، البرت انشټين وايي : ((هغوی چې تېروتنه نه کوي بريالي کېدای هم نه شي.)) که تاسې ځان داسې وساتئ چې هېڅ تېروتنه ونه کړئ نو د خپګان کچه مو ډېريږي او دا يو بېځايه محدوديت دی.

هڅه وکړئ يوازې مثبت کار وکړئ او د ښه نيت په اساس مخکې لاړ شئ، غير قصدي تېروتنې له هر انسان کيږي او په اړه يې ځان ملامت مه بولئ.

فرض کړئ چې تېروتنه مو کړې مخکې له دې چې خبره ورانه شي بښنه و غواړئ او خپله تېروتنه ومنئ، که په تېروتنه ځان غلی و نيسئ، زړه مو خوري او هر وخت چې در ياديږي خپه کوي مو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټولنیز عدالت نړیواله ورځ؛ پوهان د ټولنیز عدالت تامین د پرمختګ او ثبات لامل ګڼي

  نن د فبرورۍ ۲۰مه ...