د ارمينيا او اذربايجان ترمنځ د پولې پر سر د لانجې په دوام کې تازه ارمينيا ادعا کړې، چې اذربايجاني ځواکونو په لانجمنه ناګورنو قرهباخ سيمه کې پر ملکي وګړو بريدونه جاري ساتلي دي.
د ارمينيا لومړي وزير نېکول پاشينيان نن دوشنبه د (لړم په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې په دې اړه ليکلي، چې د اذربايجان ځواکونو د ارمينيا په حدودو کې پر هغو خلکو ډزې کړي چې په کرکيله بوخت وو.
نوموړي د نيوکې په توګه زياته کړې، چې اذربايجان په ياده سيمه کې مېشت خلک خپل وګړي بولي؛ خو په خبره يې پر دې سربېره هم پرې بريدونه کوي. پاشينيان وايي، د اذربايجان د ادعا پر بنسټ ايا دغه کار دا ثابتوي چې د ناګونو قرهباغ ستونزه حل شوې؟
پاشينيان په دې اړه خپل يوه ټوېټ کې اشاره کړې، چې د ۲۰۲۰ زېږديز کال له سپټمبر څخه تر دې مهاله په ۵۴ مواردو کې ۳تنه د اذربايجاني سرتېرو له لوري وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان شوي دي.
تر اوسه د اذربايجان حکومت د نوموړي دې ادعاوو په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو له وړاندې يې ارمينيايي سرتېر هم په ګډه پوله کې پر ورته تخطيو تورن کړي دي.