له تېرې دوشنبې ورځي راهيسې د اذربايجان او ارمينيا ترمنځ په ناګورنو کاراباخ سيمه کې بيا جګړه پيل شوې او تر دې دمه په کې د دواړو هېودونو لسګونه سرتېري وژل شوي دي.
د ارمنيا لومړي وزير نيکول پاشينيان ويلي، چې د اوسنۍ جګړې له پيل تر دې مهال ۱۰۵ ارمينيايي سرتېري وژل شوي دي. نوموړي خپل پارلمان ته په دې اړه د مالوماتو ورکولو پرمهال ويلي، چې اذري سرتېري د يادې جګړې په ترڅ کې لس کيلومټر دننه د ارمينيا په خاوره کې مخته ورغلي او لاندې کړې يې ده.
پاشنيان له اذربايجان سره د جګړې اوسني وضعيت ته په پام سره، له خپل متحد او ملاتړې روسيې د پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.
بل لور ته اذربايجان ويلي، چې له ارمينيا سره د جګړې په ترڅ کې اذري ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. دې هېواد په ياد جکړه کې د خپلو وژل شوو سرتېرو شمېر ۵۰ تنه ياد کړی دی.
د دې جګړې له پيل راهيسې اذربايجان او ارمينيا پر يو او بل د تخطيو تورنه پورې کوي. له دې سره امريکا او روسيې پر دواړو هېوادونو غږ کړی، چې له زغم کار واخلي او د جګړې په درولو سره ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.