د ارمنيا خلک نن يکشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) په پارلماني ټاکنو کې د ګډون او رايې ورکولو په موخه د رايو مرکزونو ته راوتلي دي.
د ارمنيا لومړی وزير نېکول پاشينيان تمه لري چې دا ځل ټاکنو کې به د خلکو له پراخ باور سره مخ شي او د يوې بلې دورې لپاره به هم د نوموړي هېواد د لومړي وزير په توګه پاتې شي.
خو ارمنيايان نېوکه کوي چې پاشينيان د روسيې په منځګړيتوب له اذربايجان سره د اوربند په هوکړه کې خپله ماتې منلې او د ناګورنو قرهباغ مهمې سيمې يې اذربايجان ته پرېښي دي.
لومړي وزير نېکول پاشينيان له دې هوکړې وروسته خپل نسبي ولسي نفوذ له لاسه ورکړ. ان دا چې هغه مهال په ارمنيا کې د نوموړي پر ضد پراخ لاريونونه هم وشول.
د راپورونو له مخې پاشينيان له همدې کبله د خپلو سياسي مخالفانو له سختو نېوکو سره هم مخ دی او په روانو پارلماني ټاکنو کې د زياتو څوکيو د ګټلو کم چانس لري.
په اوسنيو ټاکنو کې د ارمنيا پخوانی ولسمشر رابرټ کوچاريان د پاشينيان يو له مخکښو سيالانو دی او د دې احتمال شته چې نوموړی په پارلمان کې له پاشينيان زياتې څوکۍ وګټي.