ارمنستان وایي، په نګورنو قرهباغ کې یې د جګړې پر مهال د ترکیې یوه جیټ الوتکه رانسکوره کړې ده.
د یاد هېواد دفاع وزارت زیاته کړې، د ترکیې یوه ایف-۱۶ ډوله الوتکه د ارمنستان په خاوره کې د دغه هېواد ایس یو – ۲۵ الوتکې له لوري په نښه شوې او را نسکوره شوې ده.
ترکیې بیا د ارمنستان دا ادعا رد کړې ده خو د اذربایجان پر ملاتړ یې بیا هم ټینګار کړی دی.
د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په جنجالي سیمه نګورنو قرهباغ کې له تېرو څو ورځو راهیسي سخته نښته روانه ده چې په پایله کې یې د ارمنستاني سرتېرو په ګډون تر ۱۵۰ ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.