Home » افغانستان » ارزګان کې ۲۸ امنيتي سرتېري طالبانو ته تر تسلمېدو وروسته وژل شوي

ارزګان کې ۲۸ امنيتي سرتېري طالبانو ته تر تسلمېدو وروسته وژل شوي

 ارزګان ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې ۲۸ افغان سرتېري وسله‌والو طالبانو ته تر تسليمېدو وروسته وژل شوي، خو طالبان وايي، دغه سرتېري مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

د ارزګان د والي وياند زړګي عبادي رسنیو سره په خبرو کې ويلي، دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د دغه ولايت په ګيزاب ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

عبادي زياته کړه، وسله‌والو طالبانو له ۲۸ سرتېرو سره چې د دوی په محاصره کې کې وو، ژمنه کړې وه چې له تسليمېدو وروسته به يې خوشي کوي او خپلو کورونو ته به يې لېږي او يوازې له دوی وسله اخلي.

خو نوموړی وایي، چې طالبانو د دغه سرتېرو له وژلو وروسته د دوی وسلې له ځان سره وړې دي.

عبادي زياته کړې چې تېرو څو ورځو کې ۱۴ نور افغان سرتېري هم په دې ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

له بل لوري طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، دغه سرتېري له تسليمېدو وروسته نه بلکې د دوی له وسله‌والو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...