Home » افغانستان » ارزګان کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

ارزګان کې ۱۲ تنه وسلوال طالبان وژل شوي

د افغانستان دفاعي چارواکي نن پینج شنبه ( ۲۲ د لړم) خبر ورکړ چې د ارزګان ولایت په ترینکوټ والسوالۍ کې يي د وسلوالو طالبانو ۱۲ تنه وژلي دي.

د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ۲۰۵ اتل قول اردو د څلورمی  پلی لیوا ځواکونو د ارزګان ولايت په ترینکوت ولسوالۍ کې عملیات تر سره کړي چې په پایله کې يي د وسله والو طالبانو ۱۲ تنه وژلي او ۸ تنه نور یې ټپیان کړي دي.

 په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د طالبانو درې پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

وسلوالو طالبانو د یادې پیښې په تړاو څه نه دي ویلي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...