د ارزګان ولایتي چارواکي وايي په دې ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې ۵ افغان سرتیري او ۱۱ طالبان وژل شوي دي.
د ارزګان والي محمد عمر شیرزاد رسنیو ته وویل طالبانو د صوفیانو په سیمه کې د پاڅونوالو یا سُنګریانو او ملي اردو پر یوه قرارګاه د موټربم برید هڅه هم کړې چې هدف ته تر رسېدو مخکې چاودلی دی.
شیرزاد وویل د ترینکوټ ښار په صوفیانو او چینارک سیمه کې د وسله والو طالبانو د بریدنو پر مهال ۵ افغان سرتیري چې درې پولیس او ۲ د ملي اردو سرتیري دي، وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان دي. په دې بریدونو کې ۱۱ طالبان هم وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.