د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان يو وار بيا په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سوېډن غړيتوب په اړه مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي چې ياد هېوادونه د اوس لپاره د دې سازمان غړي نه شي کېدای.
نوموړي پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) په انقرې کې خبريالانو ته ويلي، چې فنلنډ او سوېډن د ناټو سازمان په اړه روڼ او څرګند چلند نه لري او له همدې کبله پر دې دواړو هېوادونو باور نه شي کېدای.
اردوغان ويلي، چې ياد دوه هېوادونه دې د ناټو سازمان د غړيتوب ترلاسه کولو په موخه، دې سازمان ته د قناعت ورکولو په موخه په پلاوي نه ورلېږي.
ترکيه له مودي راهيسې فنلنډ او سوېډن تورنوي چې د دې هېواد خلاف کردي وسلهوالو ته يې په خپله خاوره کې پنځايونه ورکړي دي او له همدې کبله ترکيه په ناټو سازمان کې د يادو هېوادونو د غړيتوب مخالفه ده.
ترکيې دغه دوه هېودونه تورن کړي چې د کردانو کارګر ګوند (پي کې کې) او دغه راز يې د (وای پي جي) وسلهوالو ته يې په خپلو سيمو کې د پټنځايونو د لرلو زمينه برابره کړې ده.