د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي چې د ایاصوفیه جومات په اړه نړیوال غبرګونونه ورته هیڅ اهمیت نه لري.
نوموړي زیاته کړې چې د ایاصوفیه جمات د ترکیې کورنۍ مسئله ده او موږ تر بل هرچا د خپلو مسئلو په حل ښه پوهیږو.
اردوغان ويلي د ایاصوفیه په جومات بدلولو سره ترکي ملت نړۍ ته یوځل بیا وښوده چې موږ خپلو دیني مقدساتو ته ژمن یو او په هر حال به یې ساتنه کوو.
دا په داسې کې ده چې د ترکیې د سترې محکمې لخوا د ایاصوفیه په اړه وروستۍ پریکړه له سختو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې، تیره ورځ د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي و، چې اسپانیا کې لسګونه جوماتونه په کلیسا بدل شوي، نړۍ پرې ولې چپه خوله ده.