د ترکیې او روسیې ولسمشران وایي چې طالبان دې د تېرو تېروتنو له تکرار لاس په سر شي.
د راپورونو له مخې د ترکیې او روسیې ولسمشرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. په دې تلیفوني مکالمه کې روسیې ویلي چې په افغانستان کې وضعیت دمګړی ښه دی او تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
دواړو لورو دغه راز ویلي چې په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق پر وړاندې د ګډې مبارزې غوښتونکي دي او همدا راز یې په افغانستان کې له راتلونکي دولت سره د همکاریو پر همغږۍ هم ټينګار کړی دی.
دوی ویلي چې طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي، ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي او تېرې تېروتنې دې نه تکراروي.
دوی همدا راز په افغانستان کې د یوه همه شموله حکومت پر جوړېدو هم ټینګار کړی دی.