Home » سیمه او نړی » اردوغان: اسلامي هېوادونه باید د اسراییلو پر وړاندې متحد شي

اردوغان: اسلامي هېوادونه باید د اسراییلو پر وړاندې متحد شي

د ترکیې ولسمشر، رجب طیب اردوغان (سې شنبې، د سپټمبر په ۱۷مه) ویلي چې اسلامي هېوادونه باید د اسراییلو د «د پراخېدونکي توطیې د مخ پر زیاتیدونکي ګواښ» د مخنیوي لپاره متحد شي.

امریکا غږ خبر ورکړی چې اردوغان دا څرګندونې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلي میشت ځایونو د پراختیا پر ضد په یو لاریون کې د یو ترکي تبعه امریکايي تر وژل کیدو وروسته کړې دي.

اردوغان استانبول ته نږدې په مراسمو کې وویل: “د اسراییلو د غرور، لوټمارۍ او دولتي ترهګرۍ د مخنیوي یوازینۍ لار د اسلامي هېوادونو یووالی دی.”

هغه همداراز ټینګار کړی چې له مصر او سوریې سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د ترکیې وروستي اقدامات د اسراییلو د پراخو ګواښونو پر وړاندې د پیوستون د کرښې رامنځته کول دي.

اردوغان خبرداری ورکړی چې په دغو ګواښونو کې پر فلسطین سربېره لبنان او سوریه هم شامل دي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر «اسراییل کاتز» دغو څرګندونو ته په غبرګون کې دا یو خطرناک او پارونکي دروغ وبلل او زیاته یې کړه چې اردوغان له کلونو راهیسې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د منځلاري عرب رژیمونو د کمزوري کولو لپاره همکاري کوي.

په همدې حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت د راپور له مخې، په غزه کې د جګړې له پیله تر اوسه د مړو شمېر له څلویښتو زرو او د ټپیانو شمېر څه باندې ۹۲ زرو ته رسېدلی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...