Home » افغانستان » اردوغان:د بهرنیو ځواکونه تر وتلو وروسته ترکیه یوازینی د باور وړ هېواد وي، چې افغانستان به باثباته کړي
رویداد خبري آژانس
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

اردوغان:د بهرنیو ځواکونه تر وتلو وروسته ترکیه یوازینی د باور وړ هېواد وي، چې افغانستان به باثباته کړي

د فرانسې خبري اژانس داسې رپوټ خپور کړی، چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونه تر وتلو وروسته به، ترکیه “یوازینی د باور وړ” هېواد وي، چې افغانستان به باثباته کړي. اردوغان ویلي، امریکا د ناټو پر ملګرو باور کولی شي.

اردوغان وایي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته ترکیه په افغانستان کې د مسوولیت اخیستلو ته تیاره ده.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بروکسل ته تر تګ مخکې په انقره کې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته یوازینی باوري هېواد چې کولی شي د کابل هوایي ډګر وساتي او دغه ماموریت په بریالۍ توګه ترسره کړي هغه ترکیه دی.

دده په وینا امریکایي چارواکو ورسره خبرې کړې دي او ترکیه تیاره ده چې دغه ماموریت ومني. اردوغان دا هم وايي چې پر دې مسئله به په بروکسل کې له جو بایډن سره هم خبرې وکړي.

ترکیه داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت په اړه اندېښنې پیدا شوې دي، خو ناټو یې یوه غړي هېواد ته د امنیت د سپارلو خبره کړې ده.

بلخوا د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب دوه ورځې وړاندې ویلي وو چې له افغانستانه او د کابل هوایي ډګر څخه ساتنه د افغان ځواکونو مسوولیت دی.

طالبانو بیا ویلي چې د هېڅ هېواد نظامي حضور نه مني.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...