Home » سیمه او نړی » اردن او اسراییلو په مسجد الاقصی کې د سپکاوي ‌پر سر ناندرۍ کړي

اردن او اسراییلو په مسجد الاقصی کې د سپکاوي ‌پر سر ناندرۍ کړي

په الاقصی جومات کې د سلګونه فلسطیني ځوانانو د ځای پرځای کېدو په درشل کې، د اسراییلو حکومت له اردن نه غوښتي چې دغه کسان د حرم شریف له انګړه وباسي. اردن د الاقصی د پالنې مسؤلیت لري.

یاد فلسطینیان چې تېره شپه د تراویح له لمانځه وروسته د مسجد الاقصی له انګړه ونه وتل، وايي سخت دریځي یهودان د یکشنبې په ورځ د (ندبه) دېوال پای کې د دیني مراسمو له پای ته رسېدو وروسته پر حرم شریف د برید هوډ لري.

دا ترینګلتیا وروسته تر هغه ډېره شوه چې د الاقصی جومات انګړ او اړوندو خواوو کې د اسراییلي پولیسو له ننوتلو وروسته اړ و دوړ پیل شو چې په پایله کې یې سلګونه معتکف لمونځ کوونکي ونیول شول. د اسراییلو دا عمل په نړیواله کچه وغندل شو او له زغمه د کار اخیستو غوښتنه وشوه.

رویټرز خبري اژانس د مسجد الاقصی د اداري چارو د کارمنانو له خولې ویلي، اسراییلي پولیس د سې شنبې په شپه ناوخته جومات ته ننوتل او په غږیزو ګرنېټونو او ربړي ګولیو یې د لمونځ کوونکو د تیت او پرک کولو هڅه وکړه، چې د فلسطین د سرې میاشتې په وینا، بالاخره شپږ کسان پکې ژوبل شول.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...