Home » سیمه او نړی » اذربایجان کې شاوخوا ۶۰۰ بندیان وبخښل شول

اذربایجان کې شاوخوا ۶۰۰ بندیان وبخښل شول

د بهرني رسنیو د راپورونو له مخې د اذربایجان ولسمشر الهام علی اف ډېر شمېر زندانیان وبخښل اوخوشې کړل چې پکې سیاسي بندیان هم ول.

د رسنیو په حواله د خوشې شویو بندیانو شمېر ۶۲۵ تنو ته رسیږي چې په خوشې شویو کې د حکومت مخالف سیاسي ګوند غړي هم دي.

راپورونه وايي په خوشې شویو کې هغه ۳۰ تنه هم دي چې په ۲۰۱۵ م کال کې له پولیسو سره په نښته کې بندیان شوي و.

همدا راز د ۱۰۰ نورو زندانیانو د بند موده نیمایي ته ټیټه شوې او ۳ تنه چې په عمري بند محکوم ول، د بند موده یې ۲۵ کالو ته ښکته شوه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...