د اذربايجان ولسمشر الهام علييوف او د ارمنيا لومړي وزير نېکول پاشينيان خپلو بهرنيو چارو وزيرانو ته لارښوونه کړې، چې د سولې خبرو لپاره چمتووالی پيل کړي.
دواړه مشران وروسته له هغې دغه لارښوونه کوي، چې پرون چهارشنبه د (وري په ۱۷مه) يې په بروکسېل کې د اروپايي ټولنې په منځګړيتوب سره وليدل.
د ارمنيا بهرنيو چارو وزارت په دې اړ خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې ولسمشر علييوف او لومړي وزير پاشينيان په پرونۍ ليدنه کې د سولې پر خبرو سره سلا شوي او له همدې کبله يې خپلو بهرنيو چارو وزيرانو ته د چمتووالي لارښوونه کړې ده.
د اعلاميې له مخې، د ليدنې پرمهال پرېکړه شوې چې د اذربايجان او ارمنيا ترمنځ په پوله کې د ستونزو تشخيص او هواري په موخه به يو ګډ کمېسيون جوړېږي او د دې کمېسيون دنده دا هم ده چې دستونزې هواري لپاره معقولې لارې چارې وړاندې کړي.
د اذربايجان او ارمنيا ترمنځ په ناګورنو قرهباغ کې له جګړې وروسته، اړيکې خورا په ټيټ حالت کې دي او اوس داسې هڅه کېږي چې د سولې خبرو له پيلولو سره، په پوله کې د دواړو هېوادونو ستونزې حل او اړيکې بېرته عادي شي.