د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود وايي، وروسته له هغې چې طالبان يو وار بيا په افغانستان کې واک ته ورسېدل، نو هڅې يې پيل کړې چې د ستونزې د سياسي حل پيدا کړي.
نوموړي پرون جمعه د (وږي په ۲۵مه) د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د بينالافغاني ډيالوګ تر عنوان لاندې هغه کنفرانس ته کړي، چې يو شمېر افغان سياسون په کې راټول وو.
د مسعود په باور، د افغانستان ستونزه پوځي حل لار نه لري او زياتوي چې د يادې ستونزې د حل لپاره سياسي حل لارې ته اړتيا ده او غواړي د خبرو اترو له لارې ټول اړخونه سره راټول کړي.
نوموړي په افغانستان کې د ترهګرو ډلو موجوديت ته په اشارې سره وويل، چې دامهال په افغانستان کې د القاعده شبکې په ګډون ۲۳ ترهګرې ډلې فعالې دي او زياتوي چې نړيوال دې د خپل امنيت خونديتوب په موخه يادو ډلو ته پاملرنه زياته کړي.
که څه هم سرپرست حکومت د مسعود د دې څرګندونو په اړه ځه نه دي ويلي، خو د ويانا په دې کنفرانس کې راټول شوي کسان يې اغېزناکې څېرې نه دي.
د حکومت وياند ذبيحالله مجاهد په دې اړه زياته کړې، چې د کنفرانس ګډونوالو په تړاو خلک پوهېږي او د دوی شل کلنې کړنې ورته مالومې دي.