Home » افغانستان » احمد مسعود:له طالبانو سره د یو پراخ بنسټه دولت د رامنځته کېدو لپاره سیاسي مذاکراتو ته چمتو یو
رویداد خبري آژانس

احمد مسعود:له طالبانو سره د یو پراخ بنسټه دولت د رامنځته کېدو لپاره سیاسي مذاکراتو ته چمتو یو

د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود وایي چې له طالبانو سره د یو پراخ بنسټه دولت د رامنځته کېدو لپاره سیاسي مذاکراتو ته چمتو دي.

مسعود له شرق الاوسط ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د ډیالوګ له لارې له طالبانو سره د یو ټولمنلي دولت رامنځته کېدو ته چمتو دي خو په وینا یې هغه څه چې د منلو نه دي هغه د یو افراطي دولت جوړېدل دي چې نه یوازې افغانستان بلکې ټولې سیمې او نړۍ ته ستر ګواښ دی.

احمد مسعود چې په پنجشیر کې یې له طالبانو سره د مقاومت جبهه نیولې دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې طالبانو هم د یو ټولمنلي دولت رامنځته کېدو پر سر په کابل کې له پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار سره خبرې پیل کړې دي او هڅه کوي چې د ټولو سیاسي رهبرانو نظرونه سره راغونډ کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...