Home » افغانستان » اتمر: طالبانو جګړې شدیدې کړې او پر خپلو ژمنو عمل نه دي
رویداد خبري آژانس
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر

اتمر: طالبانو جګړې شدیدې کړې او پر خپلو ژمنو عمل نه دي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي وسله والو طالبانو له امریکا سره ژمنه کړې وه، چې له ترهګرو ډلو سره به اړیکه نه پالي او تر څنګ به یې تاوتریخوالی کموي.

د اتمر په وینا وسله والو طالبانو نه یوازې دا چې د القاعده په ګډون له ترهګرو ډلو سره اړیکه نه ده پرې کړې، بلکې ددغه ډلې کوربه توب کوي او عملا د جګړو په کرښو کې له دوی سره حضور لري.

د اتمر په خبره طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو په تړاو هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او نه یوازې دا چې جګړې یې کمې کړې نه دي بلکې شدت یې پکې راوستی او د سولې خبرې یې په ټپه درولې دي.

اتمر پر نړیواله ټولنه غږ کړی چې د طالبانو پر کړنو چوپ پاتې نه شي او ددغه ډلې پر وړاندې خپل اقدامات ترسره کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...