Home » افغانستان » اتل خان رحیم زوی د کانکور عمومي اول نمره شو

اتل خان رحیم زوی د کانکور عمومي اول نمره شو

د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې له کابل ولایت څخه اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د حبیبې لېسې زده کوونکی اتل خان رحیم زوی د کابل طبي علومو پوهنځي ته بریالی شو.

د ازموينې رياست د اعلاميې له مخې، سيد حامد هاشمي د بلخ اوسېدونکی د ٣٥٧.٧١ نمرو په ترلاسه کولو دويم، شفيع الله نظامي د فراه اوسېدونکی د ٣٥٧.٢٥ نمرو په ترلاسه کولو درېيم، محمد نعمان اعظمي د لغمان اوسېدونکی د ٣٥٧.١٥ نمرو په اخيستو سره څلورم او صفي الله مهاجر له هرات څخه د ۱۴۰۳کال په کانکور کې پنځم مقام تر لاسه کړی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...